Late Badar Munir – The Hero – Pakistan News

Late Badar Munir – The Hero


 

بدرمنېر مرحوم دې لالا بدرمنېر وليکل او ياد شي، اکرم
پېښور (تصوير): د ال پاکستان بدرمنېر فېډرېشن غړى او د بدرمنېر مينه وال اکرم خان پېښوري “تصوير” ته وويل چې د ال پاکستان ګرېټ محمد علي فېډرېشن خېبر پښتونخوا صدر رحمان شېر يوسفزي اف صوابۍ باجا سره تېره ورځ ليدل کتل وشو، په کوم کښې چې هغه يو وړانديز وکړه چې د پښتو فلمونو نامتو اداکار او وړومبي هيرو بدرمنير مرحوم خدمت د چا نه پټ نه دى، نوموړي دخپلو کردارونو په ادا کولو سره د پښتنو شمله اوچته کړې ده، ده وويل چې ټولو پښتنو ته او خاص کر د بدرمنېر مينه والو ته پکار دي چې هغه د لالا بدرمنېر په نوم وليکي او ياد يې کړي، ده وويل چې نوموړى نن زمونږ سره نشته خو د هغوي فلمونه به تر پېړو پېړو پورې زمونږ نه هغه نۀ هېروي. ده زياته کړه چې د پښتو ټولو فلم جوړونکو او ډائريکټرانو ته پکار دي چې هغوي د بدرمنېر مرحوم زوي او د پښتو فلمونو ښائسته هيرو دلبر منېر په خپلو فلمونو کښې د سولو هيرو په رول کښې کاسټ کړي، ځکه چې دلبر منېر يو تعليم يافته او ښائسته هيرو دى او د سايډ هيرو په رول کښې د هغه ټېلنټ ضائع کېږي

comments

Comments 0

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Late Badar Munir – The Hero

log in

reset password

Back to
log in
Choose A Format
Gif
GIF format